غني وایي چې سږ کال ۱ میلیون کډوال افغانان راستنېږي

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز راپور ورکړ چې ولسمشر غني د سپتمبر په ۲۷مه ولسي جرګې ته وویل چې سږ کال خواوشا ۱ میلیون کډوال افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي.

هغه وویل، خواوشا ۶۵۰۰ افغانان هره ورځ د افغان حکومت په مرسته له پاکستان او ایران څخه کډې راباروي.

هغه زیاته کړه، کډوال افغانان له اروپا څخه هم راستنېږي.

غني وویل، حکومت یوې ډلې ته وظیفه ورکړې ده چې له اروپایي چارواکو سره همکاري وکړي څو له کډوالو افغانانو سره تر بېلابېلو نړیوالو قوانینو لاندې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500