چارواکي وایي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۳۵۰۰ کیلومتره رېل لارې جوړې کړي

د سټاف راپور

کابل -- د Afghanistan.ru د سه شنبې د ورځې (د ډسمبر ۶ مه) د یوه راپور په اساس، په کابل کې د افغانستان د رېل لارو اداره کې د رېل لارې د بېخبناوو یا انفراسټرکچرز رییس عبدالباري صدیقي وویل، افغانستان پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې ۳۵۰۰ کیلومتره رېل لارې جوړې کړي.

دغه هېواد تر اوسه پورې له ۱۰۰ کیلومتره څخه لږې فعالې رېل لارې لري.‌

په عین خبري کانفرانس کې د خبرو کولو پر وخت د عامه فوایدو وزیر محمود بلیغ په افغانستان کې د رېل ټرانسپورټ د انکشاف پر اهمیت تاکید وکړ.‌

بلیغ وړاندوینه وکړه چې تر ۲۰۱۷ کال پورې به تازه پرانستل شوې ترکمن - افغان رېل لاره چې د ترکمنستان له اتامرات څخه د افغانستان تر اقینې پورې غزېدلې ده په کال کې ۱ میلیون ټنه توکي انتقالوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اسلامي امارت اوسني حکومت لخوا پیل شوي کارونو سره سم، تر ۲۰۳۰ کال پورې به له ۳۵۰۰ څخه زیاتې د اورګاډي کرښې جوړې کړي. د افغانستان اسلامي امارت هغه پلانونه عملي کړل چې سردار محمد داود خان او اشرف غني په افغانستان کې لرل. دغه پلانونه د سردار محمد داود خان او اشرف غني لخوا جوړ شوي وو. او اوس هماغه طالبان یې عملي کوي چې نومونه یې د افغانستان د ډېری خلکو لپاره وېرونکې وو، ځکه دوی ته پاکستاني ویل کېدل او زموږ وطن یې ویجاړاوه. په ورته وخت کې، همدغو طالبانو په دوه کلونو کې دا هېواد دومره اباد کړ چې پخواني حکومت په شلو کلونو کې نه و کړی. دا باید په یاد ولرو چې پخواني حکومت یوازې د ځان او خپلو کورنیو لپاره لوړ کورونه او سوداګریز مارکیټونه جوړ کړل. د افغانستان پخواني حکومت پر هغو پروژو کار ونه کړ چې د افغانستان راتلونکي ته ګټه ورسوي. د افغانستان د اسلامي امارت اوسني حکومت لخوا په افغانستان کې ترسره شوي کارونه د ټولو افغانانو لخوا ستایل کېږي. یوازینی کار چې طالبانو کړی، چې نه یوازې د افغانستان خلکو بلکه د نړۍ خلکو هم نیوکه پرې کړې، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړل دي. موږ د امارت له حکومته غوښتنه کوو چې د نجونو پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې زموږ ماشومانو ته پرانیزي، ترڅو د نړۍ او افغانستان ټول خلک ستاسو منندوی شي. د طالبانو مشرانو، دا ستاسو وخت دی چې خپل ځانونه ثابت کړئ او وښیئ چې تاسې د افغانستان رښتیني زامن یاست او افغانستان به اباد کړئ.

ځواب ورکړئ