ترکمن - افغان رېل لاره پرانستل شوه

د فرانس پرېس خبري اژانس او سټاف راپور

امام نظر، ترکمنستان -- ترکمنستان او افغانستان د نومبر په ۲۸مه د ۲ میلیارد ډالرو (۱۳۳.۴ میلیارد افغانیو یا ۷ میلیارد ترکمني منات) په لګښت جوړېدونکې لارې لومړۍ برخه پرانستله چې دغه دواړه هېوادونه یې د لومړي ځل لپاره د رېل په وسیله سره ونښلول او پرېکړه یې وکړه چې هغه تاجکستان ته وغزوي.

یو اورګاډی چې ۴۶ کوټې یې لرلې د ترکمنستان له امام نظر څخه د افغانستان اقینې ته خپل ۳ کیلومتره اوږده لاره بشپړه کړه.

دا له افغانستان سره د نښتې ۸۸ کیلومتره اوږدې کرښې د جوړېدلو پای ښیي چې ترکمنستان یې په ۲۰۱۳ کال کې جوړول پیل کړي وو. افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه ترکمن سیال قربانقلي بیردي محمدوف په شریکه د یوې پټۍ په پرېکولو د امام نظر او اقینې د رېل لارې کرښه پرانسته. ولسمشرغني مراسمو ته په وینا کې وویل، نوې رېل لاره به افغانستان ته د ګاز او تېلو په انتقالولو کې مرسته وکړي، او زیاته یې کړه چې دغه رېل لاره به مزارشریف او بیا هرات ته پسې وغزېږي.

که بشپړه شي، دغه ۴۰۰ کیلومتره اوږده رېل لاره به د درې واړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ ته وده ورکړي، او کولی شي چې په اسیا کې له نورو لارو سره ونښلول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500