د افغان رسنیو راپورونه ښیي چې په نومبرمیاشت کې تلفات کم شوي دي

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د ډسمبر۱۸مه) راپور ورکړ چې په افغانستان کې د اورپکو بریدونو د اکتوبر په نسبت په نومبر میاشت کې ډېر کم تلفات اړولي دي.

پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې د نومبر په میاشت کې په ټول هېواد کې د اورپکو په ۱۲۷ بریدونو کې ۱۳۵۹ کسانو ته تلفات رسېدلي دي چې د بریدونو په شمېر کې ۳۴٪ او د تلفاتو په شمېر کې ۵۹٪ کمی راغلی دی.

د دفاع وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د حکومتي ځواکونو له خوا بې وقفې فشار او سړې هوا د اورپکو د فعالیت مخې ته خنډونه جوړ کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500