سر پل، افغانستان -- خامه پریس د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې د یکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۵ مه) اورپکو په سر پل ولایت کې د یوې ښځې څخه سر پرې کړو.
د ښځو د چارو ولایتي مدیرې، نسیمه آرزو وویل، اورپکو دغه ښځه له هغوی سره د بحث کولو وروسته په یو لیري پروت کلي، چې د طالبانو د کنترول لاندې دی، کې ووژله.
طالبان دغه تور ردوي.
د خامه پریس له مخې، دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د تیرې شوي میاشت په آخره کې په شمالي جوزجان ولایت کې طالبان اورپکو د یوې ښځې په شمول لږ تر لږه دوه تنه اعدام کړل.