افغان چارواکیو په لسګونو اورپکي ووژل او یو تن چې غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي یې ونیولو

د سټاف راپور

کابل -- د خامه پریس د جولای د ۲۵مې نېټې د یو راپور له مخې د دفاع وزارت ویلي چې افغان ځواکونو دې وروستیو کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ټول هیواد کې لږ تر لږه ۵۳ اورپکي وژلي، په داسې حال کې چې په جګړه کې یې خپل نهه سرتېري له لاسه ورکړي.

د پژواک خبري اژانس له مخې، د سرپل ولایت امنیه قوماندان قیوم باقيزوي وویل چې امنیتي سرتېرو په همدغه ورځ په سرپل او فاریاب ولایتونو کې ۱۵ طالبان اورپکي ووژل. دا خبره واضحه نه ده چې دغه ۱۵ اورپکي د دفاع وزارت په هغه راپور کې شامل دي چې د ۵۳ اورپکو د وژلو خبر په کې ورکړل شوی دی.

باقیزوي وویل چې امنیتي ځواکونو طالبان هغو کلیو نه شاتګ ته مجبور کړل په کومو چې هغوی دوه ورځې مخکې برید کړی و.

په عین حال کې، خامه پریس د جولای په ۲۶مه نېټه خبر ورکړ چې ملي امنیت ریاست په یوه بیانیه کې ویلي چې دوی یو داسې ځانمرګی بریدکوونکی نیولی چې کابل کې یې د انجونو په یو ښوونځي د برید کولو توطیه جوړوله.

د ملي امنیت ریاست دغه شکمن تن په لوګر ولایت کې نیولی دی. د ملي امنیت ریاست ویلي دغه تن اعتراف کړی چې د ترورستانو د حقاني شبکې لخوا ورته په ښوونځي د برید کولو امر شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500