زابل، افغانستان - خامه پریس د يکشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۵مه) راپور ورکړ چې يو پاکستانې وسله وال مشر په دې وروستيو کې د افغانستان په زابل ولایت کې په يو داخلي بريد کې بچ پاتې شو.
د دغه ډلې وياند علي بن سفيان وويل، د لشکر جنګوي العالمي مشر، يوسف منصور خراساني، د خپلو پلويانو د ډزو له کبله ووژل شو.
خامه پریس راپور ورکړ چې د خراساني ساتونکو دغه وسله وال ووژلو.
دغه ډله په پاکستان کې په څو خونړۍ تروريستي اعمالو کې تورن ده، چې په دې کې د اکتوبر په مياشت کې په کوټه کې د پوليسو اکاډمۍ کې په د درېو سړو د ټوپک او بم بريد شامل دی.