کابل -- د ملګرو ملتونو د خبري کانفرانس په اساس، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د بشري اړتیاوو په یوه وروستي لنډیز کې وویل چې په افغانستان کې ماشومان د لوږې له سخت فشار سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو په خپله څېړنه کې وویل، د دغه هېواد ۹.۳ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، او یاده یې کړه چې په یوه کال کې دغه شمېر ۱۳٪ زیات شوی دی. په څېړنه کې د دغه زیاتوالي نسبت «د جنګونو دوامدارې زیاتېدنې او جغرافیوي پراختیا» ته شوی دی.
ملګرو ملتونو وویل، په اړمنو افغانانو کې ۱.۸ میلیونه په خوارځواکۍ اخته اوسېدونکي هم شامل دي، چې د هغوی له جملې څخه لږ تر لږه ۱.۳ میلیونه له ۵ کلنو څخه کم عمره ماشومان دي.