کابل -- چارواکو وویل، د طالبانو د یوه قوماندان په شمول له ۲۰ نه ډېر اورپکي په زابل ولایت کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.
د خامه پرېس د دوشنبې/ د جنوري ۳۰مه/ د یوه راپور له مخې، اورپکي چې یو شمېر بهرنیان هم په کې شامل ول، هغه وخت ووژل شول چې یو بم چې هغوی جوړاوه یکشنبه / د جنوري ۳۰مه/ په ارغنداب ولسوالۍ کې وچاودید.
د کورنیو چارو وزارت دوشنبه /د جنوري ۳۰ مه/ وویل، له دې نه جلا، امنیتي ځواکونو په کندوز ولایت کې په جلا جلا حملو کې د طالبانو دوه مشران ونیول.