اسد اباد، افغانستان -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې د کونړ والي وحیدالله کلیمزی او نور افغان چارواکي یکشنبه /د فبروري ۵ مه/ په کونړ ولایت کې د طالبانو له یوه کمین نه روغ ووتل.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وویل، د کلیمزي په کاروان په پیروني سیمه کې حمله وشوه.
مصمم وویل، چارواکي په وټه پور ولسوالۍ کې د بیلابیلو پروژو له پرانستې څخه وروسته بیرته اسداباد ته په لاره ول.
هغه زیاته کړه، د کاروان ساتونکیو د برید په وړاندې مقابله وکړه او په کاروان کې هیڅوک هم ژوبل نشو.