کندهار -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې په کندهار او جوزجان ولایتونو کې په جلا جلا پیښو کې په ترتیب سره یو قومي مشر او د خوست لپاره د امنیې مرستیال قوماندان ووژل شول.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وویل، د اروزګان ولایت یو قومي مشر حاجي زین الله د دوشنبې په ورځ /د فبروري ۱۳مه/ د نامعلومو وسله والو له خوا د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو.
خپلواک وویل، د خوست مرستیال امنیه قوماندان د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۱۲مه/ د کندهار ښار په حضرت جي بابا سیمه کې په ډزو ووژل شو. خپلواک زیاته کړه چې بریدګر وتوانیدل چې د پېښې له ځای څخه پښې سپکې کړي.