کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل، په کندوز ولایت کې د یوې مرګونې موټربمي حملې مخه ونیول شوه.
خامه پریس د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۱۲مه/ راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت وویل، طالب یاغیانو غوښتل چې د کندوز ښار د پولیسو په ۳ مه ناحیه کې یو موټر بمي برید ترسره کړي خو امنیتي ځواکونو دغه هڅه شنډه کړه.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت وویل، په عین حال کې، افغان امنیتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د فبروري ۱۲مه/ یو طالب بم جوړوونکی هغه وخت ونیو چې هغه پلان درلود چې د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې په لویه لاره د سرک د غاړې بم ښخ کړي.