لغمان، افغانستان -- ازادۍ راډېو د دوشنبې په ورځ /د فبروي ۲۰مه/ راپور ورکړ چې د لغمان ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې په یوه کور باندې د لاسي بم په حمله کې د یوې کورنۍ ۱۱غړي ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، نامعلومو وسله والو د یکشنبې په شپه /د فبروري ۱۹مه/ دغه کور ته دوه لاسي بمونه ور وغورځول، او زیاته یې کړه چې په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کورنۍ درې غړي ټپیان شول.