افغان ځواکونو په زابل او ننګرهار کې د داعش ۲۳ غړي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- خامه پریس د جمعې په ورځ / د مارچ ۳مه/ راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په زابل او ننګرهار ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه اورپکي ووژل.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، افغان ځانګړو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۲مه/ د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د داعش دوه پټنځایونه ویجاړ کړل.

هغه وویل، د ننګرهار ولایت په لالپوره ولسوالۍ کې یوه هوایي برید د داعش ۶ نور غړي ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500