جلال اباد -- خامه پرېس یکشنبه / د مارچ ۵ مه/ راپور ورکړ چې افغان امنیتي ځواکونو په زابل ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۱۷ تنه اورپکي ووژل.
د زابل ولایت د امنیې قوماندان میرویس نورزي وویل، په وژل شویو اورپکو کې د ګل اغا په نامه یو قوماندان هم شامل وو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د یکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، یوې بې پیلوټه الوتکې شنبه / د مارچ ۴ مه/ د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه ۱۵ تنه اورپکي ووژل.
خوګیاڼي زیاته کړه، یو محلي افغان پولیس افسر د یکشنبې په ورځ په سره رود ولسوالۍ کې د سرک د غاړې یوه بم وواژه.