یوې داخلي حملې ۸ تنه افغان پولیس افسران ووژل

ای اېف پي

کندهار، افغانستان -- چارواکو د شنبې په ورځ / د مارچ ۱۲مه/ وویل، په یوه تازه په نامه «داخلي حمله» کې، ۸ تنه محلي پولیس د هغوی د همکارانو له خوا وروسته تر هغه ووژل شول چې د افغانستان په یوه جنوبي سیمه کې په خپل مرکز کې هغوی مسموم شول.

طالبانو د دغې پېښې، چې د جمعې په ورځ / د مارچ ۱۱مه/ ناوخته د زابل ولایت په نوشېر ولسوالۍ کې وشوه، مسؤلیت پرغاړه واخیست.

د زابل ولایت ویاند ګل اسلام سیال ای اېف پي ته وویل، «نفوذي کسانو خپل همکاران مسموم کړل او بیا یې په ډزو وویشتل،» او زیاته یې کړه چې بریدګر وروسته له هغه له سیمې څخه وتښتېدل چې له مرکز څخه یې ټولې وسلې او مهمات له ځانونو سره وېوړل.

د زابل والي بسم الله افغانمل وویل، چارواکو په دې هکله پلټنه پیل کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې دغه برید د یادې ډلې «نفوذي کسانو» ترسره کړی دی.

تش په نامه داخلي حملې -- چې افغان سرتېري او پولیس خپلې وسلې په خپلو همکارانو یا نړیوالو ځواکونو ور اړوي -- له ۱۵ کلنې څخه اوږده جګړه کې یوه لویه ستونزه ګڼل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500