کابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۹ مه/ راپور ورکړ چې افغان سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې لږ تر لږه ۱۷ تنه اورپکي ووژل.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې دغه عملیات په پنځو ولایتونو کې ترسره شول.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې عسکرو وسلې او دوه موټرسایکلونه هم ونیول.