افغان چارواکي د روغتون په ډلوژنه کې د داخلي ښکېلتیا خبره ردوي

د ای اېف پي او سټاف راپور

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۱۵مه/ هغه تورونه رد کړل چې ویل یې د هېواد په تر ټولو لوی پوځي روغتون د یاغیانو په یوه وحشیانه حمله کې داخلي کسانو لاس درلود. دغه وزارت دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د عامو خلکو له خوا له سخت تنقید سره مخامخ دی.

وسله والو چې د ډاکټرانو لباسونه یې اغوستي ول تېره چارشنبه په کابل کې په سردارداودخان روغتون باندې حمله وکړه، او ګڼو ژغورل شویو کارمندانو ای اېف پي ته وویل چې د برید کوونکیو تر منځ د دوه ستاژرانو په شمول داخلي کسان موجود ول.

د حکومت د پلټونکې ډلې مشر او د دفاع وزارت مرستیال هلال الدین هلال خبریالانو ته وویل، «مونږ داسې شواهد نه لرو چې هغه دې یوه داخلي حمله واوسي.»

هغه وویل، د روغتون او پوځ ۲۴ تنه چارواکي چې په «وظیفوي غفلت» تورن شوي دي تر قانوني تعقیب لاندې دي.

هلال وویل، ۵ بریدکوونکیو ۵۰ کسان ووژل، په داسې حال کې چې ژغورل شویو کسانو د مړو شمېر له ۱۰۰ تنو څخه ډېر وښود.

د دغې ډلوژنې مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.

طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۱۴مه/ راپور ورکړ چې په قربانیانو کې درې تنه افغان جنرالان شامل وو، چې د یوه هویت د کورنیو چارو د وزارت جنرال داود عسکریار ښودل شوی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500