کابل -- چارواکو د چارشنبې په ورځ / د مارچ ۲۲مه/ وویل، په هلمند او اروزګان ولایتونو کې لږ تر لږه ۶ تنه اورپکي او ۱۷ تنه سرتېري ووژل شول.
د خامه پرېس د راپور په اساس، د دفاع وزارت وویل چې اورپکو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې ځمکني ماینونه ښخول چې یو ماین له وخت نه مخکې وچاودېد، او د هغوی له ډلې څخه ۶ تنه ووژل شول.
پژواک خبري اژانس راپور ورکړ چې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اروزګان ولایت د ترین کوټ په لمنو کې له یوه محاصره شوي بېس څخه د ۱۷ عسکرو جسدونه را واېستل.
سرې میاشتې تایید کړه چې، ۱۲ تنه عسکر په جګړه کې ووژل شول په داسې حال کې چې ۵ تنه نور د طالبانو په حبس کې مړه شول.
د دفاع وزارت تایید کړه چې دغه بېس له شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دی، او زیاته يې کړه چې د اردو یو کاروان هلته ور روان دی چې محاصره ماته کړي.