غني اندونیزیا ته ۲ ورځنی سفر پیل کړ

ای اېف پي

جکارتا -- افغان ولسمشر اشرف غني له اندونیزیا څخه د لیدنې پر وخت د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۵ مه/ له خپل اندونیزیایي سیال سره د اسلام د معتدلې بڼې او نورو مسایلو په هکله خبرې وکړې.‌

غني،‌ لومړنی افغان ولسمشر دی چې د نړۍ د مسلمانانو دغه تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد څخه لیدنه کوي،‌ او د مهالوېش له مخې نوموړی به په اندونیزیا کې له دوه ورځې پاتې کېدا څخه وروسته سینګاپور ته لاړ شي.‌

هغه د شخړې په پای ته رسولو او د حکومتولۍ په چارو کې د اندونیزیا «د پام وړ تاریخچې» ستاینه وکړه،‌ او زیاته یې کړه چې، «مونږ غواړو چې له تاسو سره د مخلوق لپاره د رحمت په توګه د اسلامي مدنیت په تفسیرولو کې یوځای شو.»‌

له ولسمشر جوکو ویدودو سره د غني خبرو د سوداګرۍ،‌ ښوونې او روزنې او کرنې په برخو کې په همکارۍ او هغه لارو هم تمرکز وکړ چې کولی شي په جنګ ځپلي افغانستان کې د سولې هدف ترلاسه کړي.‌

ویدودو وویل، «اندونیزیا د سولې په رامنځته کولو کې د افغان حکومت د هڅو ستاینه کوي،‌ او اندونیزیا د سولې او پخلاینې په برخو کې زمونږ تجربې شریکې کړې.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500