کابل -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د نومبر۲۱ مه/ د طالبانو د یوه پخواني جیګپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې د طالبانو قوماندانان به په راتلونکیو څو ورځو کې د افغان حکومت له یوه هیئت سره خبرې اترې وکړي.
سید اکبر اغا وویل، «کوربه هېواد وایي چې په دغه مجلس کې به لږ تر لږه ۷ یا ۸ طالب چارواکي برخه واخلي، خو د هغو طالب قوماندانانو د نومونو په هکله دقیق معلومات نشته چې تمه کیږي چې په خبرو کې به برخه ولري،»
د مجلس د ځای په هکله جزیات نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو دغه پخواني قوماندان دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې د افغانستان د سولې د شورا د رییس محمد کریم خلیلي په مشرۍ یو افغان هیئت اندونیزیا ته ورسېد چې د اندونیزیا له جیګپوړو چارواکو سره وګوري او له طالبانو سره د سولې د مستقیمو خبرو ترسره کولو لپاره کار وکړي.
په کابل کې د اندونیزیا د سفارت په وینا، افغان هیئت به له یکشنبې /د نومبر ۱۹مې/ څخه تر شنبې /د نومبر ۲۵مې/ پورې په اندونیزیا کې وي.