۲ طالبان په لوګر کې د خپل بم په وسیله ووژل شول

د سټاف راپور

لوګر -- خامه پرېس د یکشنبې په ورځ / د اپریل ۱۶مه/ راپور ورکړ چې د دفاع وزارت وویل، دوه تنه طالب اورپکي په لوګر ولایت کې د خپلو چاودېدونکیو موادو په وسیله ووژل شول.

د دفاع وزارت وویل، دغه پېښه د لوګر په وزیرکلا سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې اورپکو یوه په لاس جوړه چاودېدونکې وسیله په یوه مدرسه کې ځای پرځای کوله او هغه له وخت نه مخکې وچاودېدله.

خامه پرېس راپور ورکړ چې له دې نه جلا، امنیتي ځواکونو د یکشنبې د شپې په عملیاتو کې د هلمند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې د بم جوړونې څلور فابریکې ویجاړې کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500