په بدخشان او کندوز کې ۱۲ طالبان ووژل شول

د سټاف راپور

بدخشان -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ / د اپریل ۲۶مه/ راپور ورکړ چې افغان ځواکونو په بدخشان او کندزو ولایتونو کې ۱۲ تنه طالب اورپکي ووژل.

د بدخشان والي فیصل احمد بېګزاد وویل، طالبانو د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ برید وکړ، خو د عسکرو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.

هغه وویل، په دغې جګړې کې ۸ تنه طالبان ووژل شول.

د بدخشان پولیسو وویل، په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ / د اپریل ۲۵مه/ په کندوز ولایت کې ۴ تنه نور طالبان چې د پولیسو په یوه پوسته یې برید کړی وو ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500