کابل -- چارواکو وویل، یوې قوي چاودنې، چې داعش یې د ترسره کولو مسؤلیت پرغاړه اخیستی، د چارشنبې په ورځ / د می ۳ مه/ په کابل کې د ناټو یو زغره وال کاروان په نښه کړ چې لږ تر لږه ۸ کسان یې ووژل او د ایتلاف د درې غړو په شمول ۲۸ کسان یې ټپیان کړل.
د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند د تفصیلاتو له ورکولو پرته ای اېف پي ته وویل، دغې چاودنې، چې سهار د ګڼه ګوڼې په ساعت کې په یوه مزدحم سرک پېښه شوه «اکثر» ملکي خلک ووژل.
ناټو وویل چې د ایتلاف درې غړو په دغه برید کې «داسې ټپي شوي چې ژوند ته یې خطر نه پېښوي.»
ناټو د یادو درې عسکرو د هېوادونو په هکله څه ونه ویل.
داعش د خپلې رسنۍ ایماق له لارې د چاودنې مسؤلیت پرغاړه واخیست.