جلال اباد -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د پنجشنبې په ورځ / د جون ۱/ په جلال اباد کې په یوه ځانمرګي موټربمي برید کې یو عسکر ووژل شو او ۴ تنه نور افغانان (درې ملکیان او یو عسکر) ټپیان شول.
د طلوع نیوز د راپور په اساس، د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي تایید کړه چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر له ځایي هوایي ډګر سره نژدې د تلاشۍ په یوه پوسته کې خپل موټر ته چاودنه ورکړه.