په لوګر کې د طالبانو قوماندان ووژل شو

د سټاف راپور

کابل -- چارواکو وویل، چې عسکرو، چې په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې په جګړه بوخت دي، د طالبانو یو قوماندان وواژه او دوه تنه اورپکي یې ونیول.

د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ / د می ۳۱مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې عسکرو، چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې یې عملیات ترسره کول، د سې شنبې په ورځ / د می ۳۰ مه/ قوماندان وواژه.

د افغانستان ټایمز د راپور له مخې، د کورنیو چارو وزارت وویل چې وژل شوي قوماندان په عسکرو باندې د ځانمرګو بریدونو د سمبالولو په برخه کې مرسته کوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500