جلال اباد -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ / د جون ۷ مه/ راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د داعش ۴۴ تنه اورپکي ووژل.
د ولایت د رسنیو د دفتر په وینا، ځواکونو د اچین او کوټ په ولسوالیو کې هوایي بریدونه ترسره کړل.
د رسنیو دفتر وویل، په وژل شویو کې بهرني جنګیالي هم شامل ول.