جلال اباد -- د ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۳مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه ۸ د داعش غړي او ۴ طالب یاغیان ونیول.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه اورپکي د تېرې اونۍ په اوږدو کې په چپرهار، غني خېل او رودات ولسوالیو کې ونیول شول.
مقاماتو نیول شوي کسان د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې رسنیو ته وښودل.
اعلامیه زیاتوي چې په نیول شویو کسانو کې د داعش یو مهم غړی چې د پروپاګند په خپرولو او د یادې ډلې لپاره په استخدام کې یې لاس درلود شامل دی.