تېره میاشت په افغانستان کې ۸ ژورنالستان ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- پژواک خبري اژانس د چارشنبې په ورځ / د جون ۱۴ مه/ راپور ورکړ، چې په تېره میاشت کې ۸ تنه افغان ژورنالستان وژل شوي، او دغه حالت د ژورنالستانو د امنیت په هکله اندېښنې راپارولې دي.

د افغان رسنیو د سازمانونو او ژورنالستانو فدراسیون د چارشنبې په ورځ، د جلال اباد د می د ۱۷مې ځانمرګي بمي برید او د می د ۳۱ مې د کابل لارۍ بمي برید ته چې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان یې ووژل په اشارې وویل، چې دغه ټول کسان د کابل او جلال اباد په یادو دوه ترهګریزو بریدونو کې ووژل شول.

د فدراسیون دوه غړو د چارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې وکړې او د یادو تلفاتو په استناد یې له حکومت څخه د زیات خوندیتوب غوښتنه وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500