ورزشکاران په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځ لمانځي

سلام ټایمز

کابل -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې له ۱۰۰ نه ډېرو افغان ورزشکارانو په هغو لوبو کې برخه واخیسته چې د دوشنبې په ورځ / د جولای ۳۱ مه/ په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په یاد ترتیب شوې وې.‌

د افغانستان د عصري پنځه ګونو د فدراسیون رییس خوشحال سروري وویل، په دغو ورزشونو کې (د اسونو) ځغلول، نښه ویشتل، لامبو وهل او توره وهل شامل ول، او زیاته یې کړه چې ګټونکیو ته به د پنجشنبې په ورځ / د اګست ۳ مه/ سوغاتونه ورکړل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500