امنیت

طالبانو د کندهار په اوسېدونکیو د کورونو د نه پرېښودلو له امله برید وکړ

د رازق کندهاري راپور

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی د چنګاښ په ۱۷مه وروسته له هغه په خپله شا جوړ شوي شنه چاپونه ښیي چې طالبانو یوه ورځ مخکې له دې امله وواهه چې له کور څخه وتلو او اورپکو ته د ډوډۍ له ورکولو څخه یې انکار وکړ. [د کندهار امنیه قومانداني]

کندهار -- امنیتي چارواکو او محلي خلکو وویل، طالب جنګیالیو په کندهار ولایت کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اوسېدونکیو وروسته له هغه برید وکړ چې هغوی له کورونو څخه له وتلو او هغوی ته د ډوډۍ ورکولو څخه انکار وکړ.‌

د کندهار امنیه قوماندانۍ وویل چې دا پېښه د چنګاښ په ۱۶مه د یادې ولسوالۍ په ۷ کلیو کې وشوه.‌

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان اڅکزي د چنګاښ په ۱۷مه په یوه مرکه کې وویل، «وسله والو ترهګرو په مانو، کندلان، تبکول، باغ ده، سري او زنګیتان سیمو کې په محلي خلکو زور واچاوه چې له خپلو کورونو څخه وځي چې هغوی هلته پناه واخلي، خو ملکي خلکو مقاومت وکړ.» هغه د پاتې دوه کلیو نومونه یاد نه کړل.‌

اڅکزي وویل، «اوسېدونکیو طالبانو ته عذر زارۍ وکړې چې هغوی نوره سرپناه نه لري او دا یې د مېوو د حاصلاتو وخت دی. تر هغه وروسته، ترهګرو هغوی سخت ووهل.»

په عکس کې چې د چنګاښ په ۱۷مه اخیستل شوی د شاه وليکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي زاړه خلک لیدل کیږي چې د ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مخې ته راټول شوي دي. طالبانو د چنګاښ په ۱۶مه وروسته له هغه د دوه کسانو لاسونه ور مات کړل چې هغوی اورپکو ته د خوړو له ورکولو او له خپلو کورونو څخه له وتلو انکار وکړ. [د کندهار امنیه قومانداني]‌

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱۷مه اخیستل شوی، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یو قومي مشر چې لاس یې مات دی او طالبانو وهلی دی، لیدل کیږي. [د کندهار امنیه قومانداني]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۱۷مه اخیستل شوی، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یو قومي مشر چې لاس یې مات دی او طالبانو وهلی دی، لیدل کیږي. [د کندهار امنیه قومانداني]

هغه زیاته کړه،‌ اوسېدونکیو په ورپسې ورځ د دې پېښې په هکله راپور ورکړ،‌ پولیس ساحې ته ورسېدل، خو طالبان وار له مخه تښتېدلي ول.

د ځایي سپین ږیرو وهل

ځایي خلک وایي چې طالبانو د مشرانو په شمول خواوشا ۵۰ ملکي کسان ووهل.‌

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ولي جان وویل، «هغوی مونږ ته وویل چې مونږ باید وځو، خو ما هغوی ته وویل چې زه به دا کار ونه کړم. هر چا چې د هغوی غوښتنه ردوله، هغوی به د نورو پوښتنو له مطرح کولو څخه پرته وهل.»

یوه زاړه سړي چې غوښتل یې نوم یې یاد نشي، وویل، «هغوی د ماسپښین په ۳ بجو وهل پیل کړل.»

د هغه لاس اورپکو ورمات کړی وو.‌

هغه د اسلامي قانون په اساس یوې سزا ته په اشارې سره وویل، «د طالبانو قوماندان پخپله وهل کول. هغه یوازې وهل نه وو، هغوی مونږ په تیږو ویشتلو او دېوال یې راباندې راچپه کړ.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په خپل ملکیت باندې کنټرول نه لرو. هغوی [طالبان] سرکونه بند کړي، او مونږ نشو کولی چې خپله ځمکه وکرو.»

د خوړو په سر وهل

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه قومي مشر جاوېد احمد وویل، د سیمې هغو محلي خلکو چې طالبانو ته د خوړو له ورکړې څخه یې انکار وکړ هم د اورپکو له خوا وهل وخوړل.

احمد وویل، «یوه ډله طالب جنګیالي راغلل او له مونږ څخه یې وغوښتل چې هغوی ته خواړه ورکړو. که مونږ به د هغوی غوښتنه ردوله، هغوی به مونږ زمونږ له کورونو څخه په کش کولو اېستلو او وهلو یې. مونږ له دغو شخړو څخه نور پوزې ته رسېدلي یو.»

هغه زیاته کړه، «څو ورځې مخکې طالبان زمونږ کلي ته راغلل، یوه غریب سړي ته ورغلل او ډوډۍ یې ترې وغوښتله. هغه ډوډۍ نه لرله. هغوی هغه له خپل ځای څخه په کش کولو ور واېست او د کور په مخکې یې وواهه.»

احمد وویل،‌ «هغه چیغې وهلې او خلکو ورته کتل.»

هغه زیاته کړه، «زه نه پوهېږم چې مونږ څه ګناه کړې ده.»

احمد وویل، «مونږ له حکومت څخه غواړو چې مونږ ته پام وکړي او زمونږ په سیمه کې امنیت خوندي کړي. مونږ نهیلي یو.‌ زمونږ له کلیو څخه ډېرې کورنۍ ووتلې. ځینې یې ښار ته لاړې او ځینې نورې نورو ولسوالیو ته کډه شوې.»

د یادې ولسوالۍ یوه بل قومي مشر احمد شاه شاها وویل، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان محلي خلک وهي.‌

شاه وویل،‌ «ځینې وختونه طالبان راځي او مونږ له کورونو څخه وباسي. هغوی زمونږ ځوانان او سپین ږیري څو څو ځلې وهلي دي. مونږ له دغو ټولو حالاتو څخه ستړي یو. مونږ نشو کولی چې له خپل ژوند څخه خوند واخلو.»

د کندهار ولایت امنیه قوماندان اڅکزي وویل، حکومت ژمن دی چې د کندهار اوسېدونکي خوندي کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ځینې خلک نن خبرونه غواړي.

ځواب ورکړئ