امنیت

افغان ځواکونو په کندهار کې ۴۰ طالب اورپکي ونیول

د رازق کندهاري راپور

د کندهار محلي مقامات په کندهار ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ ۴۰ طالب بندیان رسنیو ته ورښیي. [د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د کندهار محلي مقامات په کندهار ښار کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ ۴۰ طالب بندیان رسنیو ته ورښیي. [د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

کندهار -- چارواکي وایي چې افغان امنیتي ځوانکونو په وروستیو وختونو کې په کندهار ولایت کې ۴۰ طالب جنګیالي نیولي دي.

نیول شوي اورپکي د چنګاښ په ۲۲مه په کندهار کې د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته ور وښودل شول.

د کندهار والي حیات الله حیات خبریالانو ته وویل، «تېره اونۍ، د ملي امنیت ریاست ځواکونو په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۰ جنګیالي چې د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د تخریبي فعالیتونو له ترسره کولو څخه وروسته یې د تازه جنګي تخنیکونو د ترلاسه کولو لپاره... سفر ته تیاری کاوه ونیول.

حیات وویل، «ترهګرو په امنیتي هدفونو او د قومي مشرانو او حکومتي کارمندانو د وژلو په بریدونو او همدارنګه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې په بمي بریدونو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.»

یوه توقیف شوي کس چې د خپل نامه له یادولو څخه یې انکار وکړ په یوه مرکه کې وویل چې هغه په هلمند او کندهار ولایتونو کې په ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.

هغه وویل، «په کندهار سربېره، پخوا مونږ په هلمند کې هم د پولیسو او اردو پر ضد جنګونه کول... اوس مونږ په خپلو کارونو پښېمان یو.»

شرمېدلي اورپکي

دا نیونې په داسې حال کې کېږي چې افغان ځواکونو په دغه ولایت کې خپل عملیات پراخ کړي دي.‌

د کندهار د ملي امنیت رییس برکت الله څمکني په یوه مرکه کې وویل، «د اورپکو د فعالیتونو د راکمولو لپاره، مونږ د کندهار په ټولو ولسوالیو، او په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې خپل عملیات زیات کړي او د طالبانو مهم کسان مو نیولي دي.»

څمکني وویل، «دا ډله داسې خلک دي چې خپل ورونه د ۱۰ زره افغانیو (۱۲۴ ډالرو) په بدل کې وژني -- چې دا د شرم خبره ده.»

د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان اڅکزي د چنګاښ په ۲۶مه سلام ټایمز ته وویل، «تېره اونۍ، مونږ ۱۰۶ تنه ترهګر ووژل.»

هغه وویل، «وروسته له هغه چې طالب جنګیالیو په معروف ولسوالۍ برید وکړ، نړۍ والو ځواکونو او افغان هوایي ځواکونو په هغوی باندې ۱۷ هوایي بریدونه ترسره کړل چې ۱۰۶ تنه طالب جنګیالي یې ووژل او ډېر نور یې ټپیان کړل.»

اڅکزي زیاته کړه، «تېره اونۍ ورځ ماسپښین، په کندهار - اروزګان لویه لاره د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په چینار سیمه کې د پولیسو او ترهګرو تر منځ جګړه کې ۱۶ تنه طالب جنګیالي ووژل شول.‌»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500