په فراه کې ۳۰ طالب اورپکي د خپلو چاودېدونکو موادو په وسیله ووژل شول

سلام ټایمز

فراه -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د یو شمېر محلي قوماندانانو په شمول ۳۰ تنه طالب اورپکي د پنجشنبې په ورځ /د اګست ۱۰ مه/ د خپلو چاودېدونکو توکو په وسیله ووژل شول.‌

ولایتي ادارې د جمعې په ورځ /د اګست ۱۱مه/ وویل، چې اورپکي او داسې کسان چې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو اراده یې لرله، په یوه کور کې سره راټول ول چې ناڅاپه چاودېدونکي توکې وچاودېدل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500