عسکرو د هلمند په بېس برید شنډ کړ، ۳ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

لښکرګاه -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د اګست ۱۷مه/ د هلمند د ولایتي ادارې له قوله راپور ورکړ، چې عسکرو د دغه ولایت په ګرېشک ولسوالۍ کې په یوه نظامي بېس د ترهګرو یو برید شنډ کړ، او درې تنه اورپکي یې ووژل.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، اورپکو د چارشنبې په ورځ /د اګست ۱۶مه/ هڅه کوله چې د یوه موټر په وسیله چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک وو، د بېس کرښه ورماته کړي، او زیاته یې کړه چې عسکرو موټر په یوه راکټ وویشت او دوه هغه اورپکي چې هڅه یې کوله له چاودنې څخه وروسته بېس ته ننوځي، یې ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500