په کابل کې سلګونو کسانو د متحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ په ملاتړ غونډه وکړه

سلام ټایمز

کابل -- بي بي سي پاړسي راپور ورکړ، چې د افغانستان د څلورو جنوبي ولایتونو سلګونه ځوانان د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۴ مه/ په کابل کې د دې لپاره سره راټول شوي ول،چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو له نوې ستراتیژۍ څخه ملاتړ اعلان کړي.‌

د کندهار، هلمند،‌ ارزوګان او زابل ولایتونو، چې د طالبانو قوي مرکزونه ګڼل کیږي، ځوانانو د اګست د میاشتې د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې امریکا په افغانستان کې ځواکونه وساتي.‌

طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د کندهار د ځوانانو د شورا یوه غړي جاوېد فیصل وویل، «متحده ایالات د یوه باوري او ستراتیژیک شریک په توګه په سیمه او نړۍ کې قانوني او سیاسي توازن برابروي او په سیمه ییزو سیاستونو کې د توازن د پیدا کولو د یوه قوي شریک په توګه برخه اخلي،»‌

د غونډې برخه والو په افغان حکومت تاکید وکړ چې په پرېکړو کولو کې دې د ځوانانو غږ په پام کې ونیسي. هغوی همدارنګه په ټول هېواد کې په ځوانانو تاکید وکړ چې سره راټول شي او د هېواد د ستونزې په حلولو کې دې خپل رول ولوبوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500