کابل -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۱ مه/ راپور ورکړ، چې ولسمشر اشرف غني د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر له کاره ګوښه کړ او نصیراحمد درانی یې د سرپرست وزیر په توګه مقرر کړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې همدارنګه غني مجیب الرحمان کریمي د کلیو د بیارغونې او پراختیا د سرپرست وزیر په توګه ونوماوه.
د ضمیر د لیرې کولو د دلیل په هکله راپور نه دی ورکړل شوی. درانی باید په ولسي جرګه کې د باور رایه ترلاسه کړي.