کابل -- افغانستان ټایمز راپور ورکړ، چې په افغانستان کې د پولیو پر ضد واکسینېشن د کمپاین څلورمه مرحله د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ په ټول هېواد کې پیل شوه.
د عامه روغتیا وزارت وویل، چې د دغه پنځه ورځني کمپاین په ترڅ کې به ۹.۹ میلیونه له ۵ کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو ته واکسینونه ورکول شي.
په دغه پروګرام کې ۵.۹ میلیونو له ۲ څخه تر ۵ کلنو پورې ماشومانو ته د چینجیو ضد ګولیو ورکول هم شامل دي.
د عامه روغتیا وزارت وویل، چې په کابل کې د افغانستان د کرکټ لوبغاړو د یوه ټورنامنټ په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړل.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې تر اوسه د پولیو ۶ پېښې ثبت کړې دي.