لغمان -- طلوع نیوز د سې شنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۶ مه/ راپور ورکړ، چې افغان سرتېرو په لغمان ولایت کې ۱۵ تنه اورپکي ووژل.
افغان ملي اردو وویل، چې دغه عملیات د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۲۵ مه/ په الیشنګ ولسوالۍ کې پیل شول.
افغان ملي اردو ژمنه وکړه چې دا عملیات به تر هغه جاري وساتي چې یاده ولسوالي له اورپکو څخه پاکه کړي.