کابل -- د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (UNOCHA) د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۲ مه/ په یوه راپور کې وویل، چې د افغانستان جګړې د جنورۍ د ۱ او د اکتوبر د ۱ نېټې تر منځ موده کې ۲۶۶۰۸۷ افغانان له خپلو ځایونو څخه بې ځایه کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د یادې مودې د وروستۍ یوې اونۍ په ترڅ کې، له ۴۷۰۰۰ نه ډېرو بې ځایه شویو خلکو، بې اسنادو راستنو شویو او کډوالو د هېواد په ټولو سیمو کې په یو نه یو ډول بشري مرسته ترلاسه کړې ده.