تروريزم

د طالبانو د تاوتریخوالي په نتیجه کې نیم میلیون خلک بې ځایه شوي دي

د ای اېف پي او د سټاف راپور

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۱۹مه اخیستل شوی دی، یوه افغانه نجلۍ چې په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د جګړې له امله بې ځایه شوې وه، د کابل په لمنو کې په یوه موقت کمپ کې ښکاري. [شاه مری/ ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۱۹مه اخیستل شوی دی، یوه افغانه نجلۍ چې په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالب یاغیانو تر منځ د جګړې له امله بې ځایه شوې وه، د کابل په لمنو کې په یوه موقت کمپ کې ښکاري. [شاه مری/ ای اېف پي]

کابل -- د ای اېف پي د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د نومبر په ۳۰ مه وویل، د هغو افغانانو شمېر چې په خپل هېواد کې خوندي سیمو ته کډه شوي دي د ریکارډ وړ لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د ادارې (یونوچا) د راپور له مخې، د نومبر تر پایه پورې، له نیم میلیون څخه ډېر افغانان -- ۵۱۵۸۰۰ -- د جګړو له امله له خپلو ځایونو څخه بې ځایه شوي دي، چې شمېر یې د تېرکال د ۴۷۱۰۰۰ کسانو له شمېر څخه واوښت.

دغه شمېر د ۲۰۱۴ کال د شمېر په نسبت له دوه برابره څخه هم ډېر شو، چې د هغو خلکو په شمېر کې یې د پام وړ زیاتوالی راوست چې په چټکۍ سره د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله خپل کورونه پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي مارک بوډین په یوه بیانیه کې وویل، «زه په دې اندېښمن یم چې دغه د ریکارډ وړ شمېرې نه یوازې د نویو کورنیو بې ځایه شويو خلکو یو وېروونکی شمېر، بلکه داسې یو اوږدمهاله بحران ښیي چې په هغه کې په افغانستان کې ډېرېدونکی شمېر کورنۍ له اوږدې بې ځایه کېدنې سره مخامخ کیږي،»

یونوچا وویل، د هغو له ۶۰۰۰۰۰ افغان کډوالو سره په ګډه چې سږ کال له ګاونډي هېواد پاکستان څخه راستانه شوي دي، ښاري سیمو ته پراخه کډه کېدنه ځایي سرچینې له وچېدلو سره مخامخ کوي.

په پراخه کچه داخلي بې ځایه کېدنې چې په ۱۹۷۹ کال کې د شوروي په مداخلې سره پیل شوه له کلونو راهیسې افغانستان له دوامدارو ستونزو سره مخامخ کړی دی. په ۲۰۰۱ کال کې، طالبانو یو داسې خونړی یاغیتوب پیل کړ چې اوس د هېواد هغو برخو ته چې پخوا خوندي وې رسېدلی دی.

د طالبانو تاوتریخوالی

تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په تېرو دوه کالونو کې د افغانستان په ښارونو باندې د طالبانو د مکررو حملو په نتیجه کې رامنځته شوی دی، چې ډېر ملکي خلک یې په منځ کې راګېر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس، د افغانستان د ۳۹۹ ولسوالیو له جملې څخه په ۱۹۸ ولسوالیو کې د شخړو له امله بې ځایه کېدنې رامنځته شوې دي، او د لومړي ځل لپاره په ټولو ۳۴ ولایتونو کې کورني بې ځایه شوي خلک موجود دي.

یونوچا وویل، هغوی په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه خلکو د چټکو اړتیاوو د پوره کولو په منظور د ۱۵۲ میلیونه ډالرو (۱۵.۹ ملیارده روپو) عاجلې مرستې له جملې څخه ۵۴٪ پیسې ترلاسه کړي دي.

بوډېن وویل، دغه مرسته د دې لپاره ډېره مهمه ده چې «کمزورې بې ځایه شوې کورنۍ نه یوازې د ژوندي پاتې کېدلو، او عاجلې بشري مرستې ترلاسه کوي، بلکه داسې ملاتړ هم ترلاسه کوي چې هغه د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره داسې یو حقیقي چانس برابروي چې په اوږده موده کې خپل ژوند بیا جوړ کړي.»

د حکومت مرسته

د کډوالو او راستنېدونکیو د وزارت مرستیال احمد ولي حکیمي سلام ټایمز ته وویل، افغان حکومت هغه وېروونکي محدودیتونه پېژني چې د افغانستان بې ځایه شوي اتباع ورسره مخامخ دي.

حکیمي وویل، ولسمشر اشرف غني د حکومت تر ولکې لاندې موجودې ځمکې د یوه لست د برابرولو امر کړی دی، او زیاته یې کړه چې، «هدف به دا وي چې د کډوالو لپاره د بیا مېشتېدنې داسې یو پروګرام جوړ کړي لکه په هرات کې د کورنیو بې ځایه شویو خلکو لپاره امتحاني پروژه چې برابره شوې وه.»

حکیمي وویل، حکومت اراده لري چې راستنېدونکیو کډوالو ته د ځمکې نومرې ورکړي چې په راتلونکي وخت کې پرې ځانونو ته کورونه جوړ کړي او «چې اوبه او برېښنا ورته برابر کړي».

په پای کې هغه وویل، «افغان حکومت په بشپړه توګه د کډوالو ملاتړ کوي او هغوی ته به یو بهتر ژوند برابر کړي.»

[اعزاز الله د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو دپښتو خپروانې له امله مننه کوم اوستاسو دپښتو ويب پاڼې په اړه باندى يو راپور خپور شوى ده په يوه پښتو ويب پاڼه کې ډير ښکلى راپور ده تاسو ته له بريا وې غواړم او که تاسو تازه تازه مالومات خپره کړى ډېر به ښه وي

ځواب ورکړئ

رزیله هر څومره چې ځان پټ کړې زه د پېژنم او د سی ای اې دالر نشې پټولی ! تف لانت پر ستا خائن حشمت خان !!

ځواب ورکړئ