لندن -- لندن ټایمز د دوشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۶ مه/ د طالبانو او افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې روسیه په افغانستان کې د تېلو د ناقانونه خرڅلاو د یوه پټ پروګرام له لارې طالب اورپکي تمویلوي.
د دغه راپور په اساس، د روسیې استخبارات افغانستان ته د تېلو ټانکرونه لېږي او هغو شرکتونو ته تېل ور رسوي چې هغوی له طالبانو سره مرسته کوي.
د ټایمز د راپور له مخې، طالبان دغه تېل ترلاسه کوي او خرڅوي، او د میاشتې خواوشا ۱۷۰.۴ میلیونه افغانۍ (۲.۵ میلیونه ډالر) ترې ترلاسه کوي.