سياست

جګپوړي ایراني چارواکي غواړي د وینزویلا د ساحلي کورونو په پېرودلو سره ځانونه له خطر څخه وژغوري

د سلام ټایمز راپور

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه وینزویلایي سیال نیکولاس مدورو د غبرګولي په میاشت کې په تهران کې لیدل کیږي. [انتخاب]

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه وینزویلایي سیال نیکولاس مدورو د غبرګولي په میاشت کې په تهران کې لیدل کیږي. [انتخاب]

یو نوی راپور وایي چې، جګپوړي ایراني مشران په وینزویلا کې د استوګنځایونو لټون کوي، او هڅه کوي چې په خپل هېواد کې د رژیم د سقوط په صورت کې خپل ځانونه خوندي کړي.

د لیندۍ په میاشت کې، د ایران انټرنېشنل په نامه رسنۍ وویل چې هغوی ته معلومه شوې چې د څلورو جګپوړو ایراني چارواکو یوه پلاوي وینزویلا ته د دې لپاره سفر کړی چې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، وینزویلا ومنله چې که د ایران رژیم سقوط کوي، جګپوړو ایراني چارواکو او د هغوی کورنیو ته به اجازه ورکړي چې هلته پناه واخلي.

دغه راز، ایران انټرنېشنل د یوې شننې له قوله وویل چې د پناه غوښتنه «د راپورونو له مخې مستقیما د ایراني مشر علي خامنه اي له دفتر څخه تللې ده».‌

په وینزویلا کې د ایران له خوا د اېل پالیتو په نامه جوړ شوی چاڼځای د تلې په میاشت کې فعال شو. [خلانشهر]

په وینزویلا کې د ایران له خوا د اېل پالیتو په نامه جوړ شوی چاڼځای د تلې په میاشت کې فعال شو. [خلانشهر]

د تېلو لېږدونکې یوه بېړۍ چې د ایران بیرغ پرې لګېدلی دی، د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۵مه د وینزویلا پورتو کبېلو ته له رسېدلو څخه وروسته په اېل پالېتو چاڼځای کې لنګر اچولی دی. [ای اېف پي]

د تېلو لېږدونکې یوه بېړۍ چې د ایران بیرغ پرې لګېدلی دی، د ۱۳۹۹ د غبرګولي په ۵مه د وینزویلا پورتو کبېلو ته له رسېدلو څخه وروسته په اېل پالېتو چاڼځای کې لنګر اچولی دی. [ای اېف پي]

دا اوازې چې ایراني چارواکي په وینزویلا کې د ساحل د غاړې وېلاګانې اخلي، او ورسره د ملکیتونو قیمتونه زیات شوي،‌ په وروستیو میاشتو کې ډېرې خپرې شوي دي.‌

په اروپا کې مېشت یوه ایراني شنونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، المشارق خبري وېب سایټ ته وویل، دا پخه خبره ده چې د ایران رژیم کمزوری شوی، مفلس شوی او تجرید شوی دی.

هغه وویل، که په وینزویلا کې د ایراني چارواکو د پناه غوښتنې راپور صحیح وي، دا د رژیم بې ثباتي لا نوره ثابتوي.

هغه وویل، «که رژیم سقوط وکړي، چې سقوط یې حتمي دی،‌ ایراني چارواکي به بل چېرته لاړ شي؟»

هغه وویل، «وینزویلا د امریکا تر بندیزونو لاندې په برابر ډول منزوي شوې ده، او د څو هغو هېوادونو له ډلې څخه ده چې ایران ورسره اړیکې لري، نو ښايي چې هغوی ایراني چارواکو ته په تېره بیا دا چې ایران په وینزویلا کې پیسې لګوي، د ورتګ اجازه ورکړي.»

که دا راپور ریښتیا وي، دغه کتنه پټه ساتل شوې ده.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، له دې څخه انکار وکړ چې ایراني چارواکي کاراکاس ته د پناه غوښتنې په هکله د خبرو لپاره ورغلي ول.

هغه المشارق ته وویل، دا دواړه حکومتونه په خپلو کې سره «غوره اړیکې» لري.

په وینزویلا کې د ایران د سفارت په رسمي ټوېټر حساب کې له ایران څخه پراخ ملاتړ منعکس کیږي، چې په کې کاروونکي په خپلو پوسټونو کې امریکا د ایران او وینزویلا د «شریک دښمن» په توګه یادوي.

په وینزویلا کې د ایران بې ځایه لګښتونه

په ورته وخت کې، ایران په وینزویلا باندې په میلیونونو ډالر لګوي، په داسې حال کې چې خپل خلک یې له یوه اقتصادي بحران سره مخامخ دي.

ایراني وېب سایټ افتاب نیوز د لړم په میاشت کې راپور ورکړ چې، د ایران – وینزویلا ګډ بانک د ایران د مالیه ورکوونکیو د پیسو میلیاردونه ډالر وینزویلا ته په پورونو ورکولو لګولي، چې ښایي ژر بېرته ورستانه نه شي.

کاراکاس د هغو پروژو لګښتونه نه دي ورکړي چې تهران د تېلو، تعمیراتو او زراعت په ګډون په وینزویلا کې ترسره کړې وې.

تېره میاشت، یو شمېر بهر مېشتو فارسي رسنیو راپورونه ورکړل چې ایران ژمنه کړې څو په وینزویلا کې د بېلابېلو پروژو د تمویلولو لپاره تر ۷ میلیاردو ډالرو پورې مختص کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د مرکزي بانک (سي بي آی) په وینا، د ایران بهرنی پور د دوی د غوایي میاشتې د اټکل له مخې له ۷.۲ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی دی.

د ایران دولتي تلوېزیون وویل چې «د ایران – وینزویلا د مارکېټ» له ۶۰ څخه تر ۷۰٪ پورې پانګه به د وینزویلا د تېلو پروژو ته ځانګړې کړای شي.

وینزویلا ته د هغې د انرژۍ د خرابېدونکي بازار د تأمینولو لپاره د تصفیه شویو تېلو په ورکولو سربېره، ایران په دغه هېواد باندې وسلې پلوري، پوځي روزنه ورکوي او د راپورونو په اساس داسې لارې ورته ښیي چې د متحدو ایالاتو او اروپا د بندیزونو مخه پرې ونیسي.

په لندن کې د لیوډز مارین بیمې کمپنۍ د یوه محرم سند په اساس چې ایران انټرنېشنل ترلاسه کړی دی،په ځواب کې د ایران سپاه پاسداران او د لبنان حزب الله د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره چې د ایراني تېلو د خرڅلاو له لارې حمایه کیږي، د وینزویلا سره زر قاچاق کوي.

ایران انټرنېشنل د لیندۍ په ۲۱مه راپور ورکړ، چې لیوډز څرګندوي چې له کاراکاس څخه تهران ته د ماهان ایر الوتنې د ایراني تېلو لپاره د تادیاتو په لړ کې په غیرقانوني توګه سره زر انتقالوي او په دې توګه لګول شوي بندیزونه تر پښو لاندې کوي.

د بې پیلوټه الوتکو د جوړونې وروستۍ دوه اړخیزه پروژه د دواړو هېوادونو د همکارۍ یو بل اړخ دی.

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مدورو د چنګاښ په ۱۴مه د یوه رسم ګذشت په ترڅ کې «له وینزویلایي بې پيلوټه الوتکو څخه چې د بریدونو ترسره کولو وړتیاوې لري» پرده پورته کړله.

وینزویلا د لاتینې امریکا یواځینی هېواد دی چې دا ډول وسله لري. کتونکي وایي، دا یو ښکاره حقیقت دی چې کاراکاس د تهران له خوا له پوځي پلوه حمایه کیږي.

۲۰ کلنه همکاري

مدورو او د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د غبرګولي په ۲۱مه په تهران کې د ۲۰ کلنې همکارۍ یوه هوکړه لاسلیک کړه چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې غښتلې کړي.

رییسي وویل، دا دوه تحریم شوي هېوادونه چې دواړه منزوي دي او درانه بندیزونه پرې لګول شوي دي، «به د مالياتو، انرژۍ او دفاع پروژو کې ګډ کار» وکړي.

خو اقتصادپوهان وایي چې تر اوسه پورې دغه همکاري یو اړخیزه پاتې ده.

ایراني رسنیو د تلې په میاشت کې راپور ورکړ چې اېل پالیتو چاڼځای چې ایران په کاراکاس کې جوړ کړی دی، د غوایي په میاشت کې د تهران او کاراکاس تر منځ د خراب شوي چاڼځای د ترمیم او بیا کار پيلولو لپاره د ۱۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت یوه قرارداد له لاسلیکېدلو څخه وروسته عملیات پیل کړي دي.

ایران د وینزویلا غلېظ تېل او نور وسایل د تصفیه شویو، تقطیر شویو، او دغه راز د چاڼ د پرزو او تخنیکي همکارۍ په بدل کې اخلي او هغه هېواد ته سپک تېل ورکوي چې د رقیق کوونکیو په توګه ترې استفاده وکړي.

د لیندۍ په ۱۵مه، رویټرز راپور ورکړ چې یوه ایرانۍ ټانکربېړۍ چې ۲ میلیونه بیرله ډېر سپک تېل په کې بار وو هغه اونۍ د وینزویلا اوبو ته ورسېدله.

په ۱۳۸۵ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د شوي یوه تړون په لړ کې، ایران د څلورو پرمختللیو ټانکر بېړیو لومړنۍ هغه د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې وینزویلا ته ورکړه، او دویمه بېړۍ یې د غبرګولي په ۲۱مه ورکړله.

درېیمه ټانکر بېړۍ د وږي په میاشت کې کاراکاس ته ورکړل شوه، په داسې حال کې چې څلورمه به په ۱۴۰۳ کې د وینزویلا د تېلو او ګازو دولتي شرکت سره یوځای شي.‌

دا تحویلۍ په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالاتو په ایران او وینزویلا باندې سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

ډېر ایراني اقتصادي او سیاسي شنونکي د ایران رژیم باندې «د هېواد خرڅولو» تور لګوي، ځکه چې دغه هېواد له خپلو نورو متحدینو روسیې او چین سره همداسې معاملې کړي دي.

په ایران کې مېشت یوه حقوق پوه وویل، «د رژیم مقامات د قدرت ترلاسه کولو، په قدرت کې د پاتې کېدلو او له قدرت څخه د لیرې کېدلو په صورت کې د ورتګ لپاره د یوه ځای د لرلو لپاره هر څه کوي.»

هغه له المشارق سره په خبرو کې وویل، «د هېواد خرڅول د اسلامي جمهوریت د چارواکو لپاره یواځینۍ لاره ده چې ځانونو ته یو خوندي پټنځای واخلي، او داسې ښکاري چې دا وخت هغه خوندي ځای وینزویلا دی.»

ماریسیلا لوزاردو له کاراکاس څخه د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

نړۍ په ځانګړې توګه امریکا به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د ایران د ظالم حکومت مشران د سقوط پر مهال په وینزویلا کې پټ شي او که داسې وکړي نو په ډیره اسانۍ سره به یې له منځه یوسي. ایران په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ لپاره هلې ځلې کوي او د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره اسلامپالې ډلې پیاوړې کوي. په دې وروستیو کې د سني او شیعه تر منځ هر ډول اختلاف د ایران د حکومت مسؤلیت دی چې په دې توګه پر خلکو حکومت وکړي.

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران مرګ په اسراییلو مرګ په امریکا مرګ په چین مرګ په روسیه مرګ په انګلستان مرګ په فرانسه مرګ په پاکستان مرګ په هند... خو له دې څخه موخه څه ده؟ ایا د دې معنی دا ده چې یو سړی باید مړ شي؟ ولې؟ انسان چې تر ټولو غوره مخلوق دی، ولې باید مړ شي؟ انسان باید مړ نشي. انسان باید ژوندي پاتې شي. انسان باید کار وکړي. انسان باید ژوند او د ژوند اسانتیاوو او وسایلو ته وده ورکړي. انسان باید هغه کارونه وکړي چې نورو انسانانو ته ګټور وي. انسان باید د خپل ژوند د اسانتیاوو د ښه کولو هڅه وکړي. مهرباني وکړئ هغه کسان چې د نورو خلکو سره دښمني لري خپل فکرونه سم کړئ. مهرباني وکړئ د شیطان خبرې مه منئ. هغه څوک چې په افغانستان کې ژوند کوي، هغه څوک چې په امریکا، روسیه، چین او جاپان کې ژوند کوي، هغه څوک چې په فرانسه، جرمني او کاناډا کې ژوند کوي، دا ټول د لایزال خالق مخلوق دي. دا ټول د الله سبحانه وتعالی امانتونه دي چې په نړۍ کې پیدا شوي او د دوی د پیدا کولو هدف د خدای عبادت او یو بل ته د خیر رسول دي. الله جل جلاله په قرآن کریم کې ویلي دي چې هیڅ شی یې بې ګټې نه دی پیدا کړی. او چې داسې ده بیا نو مهرباني وکړئ د نورو په وړاندې د منفي احساساتو څخه ډډه وکړئ. زه سلام ټایمز لولم. دا ډېر وختونه داسې راپورونه او لیکنې وړاندې کوي چې د انسانیت لپاره ګټور دي. مهرباني وکړئ یو بل سره مرسته وکړئ. په ساینس، ټیکنالوژۍ، علومو، طب کې سره یوځای مرسته وکړئ. له وژلو او جنګولو او یو بل ته د زیان رسولو څخه ډډه وکړئ. په درنښت

ځواب ورکړئ

ځینې اشخاص/قومونه همېشه پدې هڅه کې دي چې د نړیوالو د ژوند د اسانتیاوو او خوندي ساتلو لپاره داسې په یوې نوې طرحه کار وکړي، چې د نړۍ وګړي د اقتصادي ژوند تر څنګ په یووالي او امن کې ژوند وکړي. چې دغه بدلون لپاره يواځينی چوکاټ د اسلام مقدس دین دی. د اسلام مبارک دین تر ټولو اسماني ادیانو اخیرنی او وروستی دین دی. دغه مبارک او پاک دین همېشه خپلو پیروانو ته د آمن ، ورورۍ، د انساني ارام او مساویانه ژوند کولو لار ښودلې ده. مګر په اوس وخت کې غیر مسلمان خو پرېږده؛ اکثر مسلمان رهبران د اسلام پاکه او سپېڅلې لاره نه تعقیبوي. اسلام چې رعیت ته څه حقونه ورکړي، د وخت مسلمانو رهبرانو له خپلو خلکو اخیستي چې همدغه حقونه او د خدماتو نه شتون په وطن کې ګډوډۍ او پردیو مداخلو ته لاره برابروي او بلاخره جګپوړي چارواکي د خپلو ترسره کړیو خامیو له وجې تېښتې ته اړ شي او ملت په بد حالت کې پرېږدي. د اسلام د مبارک دین پیغمبر حضرت محمد مصطفَیﷺ د ټولې نړۍ لپاره د نېکو اخلاقو او په انساني ټولنه کې د سولې، آمن او د ښه ژوند یو بهترین انځورګر دی. خو ملا چې ځان د هغه وارث ګڼي په خپله یې په ټولنو کې مشکلات جوړ کړي ځکه چې د خپل خوږ پیغمبر محمد مصطفَیﷺ لاره یې پرېښې او خواهشات پسې اخیستی دی. په ملا کې مشکل دادی چې ځانته ښه ژوند خو بل ته بد او بېکاره ژوند غواړي. پاکستاني ملایان په خپل وطن کې د ځان او کورنیو لپاره ښه ژوند غواړي خو که افغان وغوښت شل رقمه د کفر ټاپې پرې لګوي. ایران اخوندان او افغان طالبان هم همداسې. خپله په ماڼیو کې ژوند کوي خو ولس په خېمه کې ارام ته نه پرېږدي. خدای دې موږ ته په واقعي لحاظ مسلمان عالم رهبران راکړي نه بې سواده ملایان. او د ایران او پاکستان بېړۍ دې همداسې ډوبه شي څنګه یې چې زموږ ډوبه کړه.

ځواب ورکړئ

د امریکا غږ اشنا راډیو کې یو خبر خپور شو چې ایراني پانګوال په افغانستان او عراق کې د پانګونې په لټه کې دي. دا په دې مانا چې د ایراني ملایانو حکومت د سقوط په حال کې دی. که د ایران د اسلامي حکومت مشران وتښتي یا په وینزویلا کې پانګونه وکړي او فکر وکړي چې دوی به هلته د خوښۍ احساس وکړي، دا سمه نه ده. هغه مشران چې د خپل هیواد د خلکو له برخلیک سره لوبې کوي په هیڅ ځای کې په سوله کې ژوند نشي کولی. د دوی وجدان به څنګه دا ومني چې خپل ملت پریږدي او له خپلو کورنیو سره یو ځای سوله ایز ژوند وکړي؟ د ایران دغه مشران باید د افغانستان د مشرانو له برخلیک څخه عبرت واخلي. د ایران مشرانو د غیر ضروري فشارونو له امله خپل هیواد سخت اقتصادي بحران ته برابر کړ.

ځواب ورکړئ