د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو څارنوالان په افغانستان کې څېړنې ترسره کول غواړي

ای اېف پي

دي هاګ -- په هاګ کې د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې د جنګي جرمونو څارنوالانو د جمعې په ورځ /د نومبر ۳ مه/ وویل چې هغوی به د داسې اجازې د ترلاسه کولو هڅه وکړي چې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو پوره څېړنه وکړي.

لوی څارنوالې فاتو بنسوده په یوه خبرپاڼه کې وویل، «زه به،‌ په مناسب وخت کې د یوې څېړنې د پرانستلو د عدلي منظورۍ لپاره خپله غوښتنه وسپارم، او ادعا یې وکړه چې داسې مناسب دلایل شته چې باور کیږي چې په افغانستان کې له وسله والې شخړې سره په ارتباط کې جنګي جرمونه او د بشریت ضد جرمونه ترسره شوي دي،»‌

بنسودې وویل، له یوې دقیقې ابتدایي ارزونې څخه وروسته، د یوې څېړنې قانوني معیارونه پوره شول.

بنسودې، د ۲۰۰۷ - ۲۰۱۵ کلونو په ترڅ‌ کې چې په ښوونځیو، روغتونونو او جوماتونو باندې «ګڼ شمېر بریدونه» وشول،‌ د خواوشا ۱۷۰۰۰ ملکیانو د مړینې پړه پر طالبانو او د هغوی پر متحدانو ورواچوله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500