د هرات د ولایتي شورا غړی ووژل شو

سلام ټایمز

هرات -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې نامعلومو وسله والو د سې شنبې په ورځ‌ / د نومبر ۷ مه/ په هرات ښار کې د هرات د ولایتي شورا یو غړی وواژه.

د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، چې محمد فاضل عفیف جمشېدي کور ته روان وو چې وژونکو پرې ډزې وکړې.

فرهاد زیاته کړه، چې د جمشېدي یو ساتونکی هم ووژل شو.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500