افغان ځانګړیو ځواکونو د طالبانو له حبس څخه بندیان راخوشې کړل

ای اېف پي

کندهار-- چارواکو د یکشنبې په ورځ /د نومبر ۱۹مه/ وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د طالبانو په یوه جېل کې ساتل کېدونکي لسګونه بندیان راخوشې کړل.

تر ۳۰ پورې ملکي کسان او پولیس د شنبې په ورځ /د نومبر ۱۸ مه/ د هلمند ولایت په داسې یوه سیمه کې، چې اورپکي په کې ډېر دي، له حبس څخه راخوشې کړای شول.‌

د هلمند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان ای اېف پي ته وویل، چې په راخوشې کړای شویو کې ۴ تنه تنکي ځوانان هم شامل دي.‌

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو قوماندان ډګرجنرال ولي محمد احمدزي وویل، چې ۲۰ تنه ملکیان، چې په زنځیرونو تړل شوي ول، او «یو شمېر پولیس» په نوزاد ولسوالۍ کې له جېل څخه راخوشې کړای شول.

احمدزي زیاته کړه، چې طالبانو په بندیانو باندې «د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو» تورونه لګولي ول.‌

طالبانو ویلي، چې ټول بندیان مجرمان ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500