د ننګرهارپه یوه جومات کې چاودنې امام وواژه او ۸ لمونځ کوونکي یې ټپیان کړل

سلام ټایمز

ننګرهار -- پژواک خبري اژانس د جمعې په ورځ /د ډسمبر ۸ مه/ راپور ورکړ، چې په ننګرهار ولایت کې په یوه جومات کې یوې بمی چاودنې امام وواژه او ۸ تنه نور یې ټپیان کړل.

د مومند درې ولسوال محمد نسیم وویل، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ د هزار نو سیمې په سلطانخېل کلي کې د جمعې د لمانځه پر وخت وشوه.

د امام نوم مولوي نعمت الله یاد شوی دی.

سمدلاسه هیچا هم د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500