د ایتلاف هوايي برید د پاکستاني طالبانو د ډلې مشر وواژه

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د جمعې په ورځ /د فبرورۍ ۹ مه/ د افغان حکومتي سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې د پاکستان د طالبانو د تحریک د جلا شوې ډلې مشر وژلی دی.‌

پاکستاني چارواکو ایکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې خان سید محسود، چې په سجنا هم مشهور دی، د جمعې په ورځ وختي له خپل یوه وراره او دوه ساتونکیو سره یوځای ووژل شو.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې دغه برید د افغانستان د جنوبي پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې ترسره شو. افغان چارواکو د یوه بل موقعیت نوم یاد کړی، او وایي چې برید سجنا د پاکستان په شمالي وزیرستان کې وژلی دی.

سجنا د تحریک طالبان پاکستان د محسود ډلې مشري کوله، چې د تحریک طالبان پاکستان د [پخواني] مشر حکیم الله محسود له وژنې څخه وروسته په ۲۰۱۴ کال کې دغه ډله جلا شوه. د ۲۰۱۷ په فبرورۍ کې، تحریک طالبان پاکستان اعلان وکړ چې دغه ډله له اصلي ګروپ سره بېرته یوځای شوې ده.

د افغان چارواکو په وینا، سجنا د افغان طالبانو د اړوندې حقاني شبکې اصلي ملاتړی وو.

پخوا داسې راپور ورکړل شوی وو چې نوموړی د ۲۰۱۵ په نومبر کې په ننګرهار کې د ایتلاف په یوه هوایي برید کې وژل شوی، خو دغه ادعا هغه وخت د دې ډلې د یوه ویاند له خوا رد شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د اسیا په اکثرو اسلامي هېوادونو کې، چې هر چېرې یوه ترهګره ډله خپل فعالیت پیلوي، د پاکستان حکومت به یې تر شا خامخا لاس لري، او یا به هم د پاکستان د حکومت له لوري تقویه کېږي. دا نه ده څرګنده چې کوم هېواد په دې کار کې له پاکستان سره همکاري کوي. ښايي امریکا په دې کار کې له پاکستان سره مرسته وکړي. په پاکستان کې څو څو ځله د ترهګرو ډلو مشران موندل شوي، خو یوه هېواد هم پرې نیوکې نه دي کړي. په پاکستان کې د هغو اسلامي غورځنګونو لپاره چې په نورو هېوادونو کې جنګېږي په عامه توګه بسپنې راټولېږي. د پاکستان د حکومت له خوا پر دوی هېڅ بندیز نشته، حتی په هر دوکان کې د مالي مرستو د راټولولو لپاره یو صندوق پر میز ایښودل شوی او د همدې ادارې نوم پرې لیکل شوی دی او د پاکستان حکومت په دې حال ښه خبر دی. د منع کولو لپاره هېڅ اقدام نه کیږي. دا څرګنده ده چې د پاکستان حکومت د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

ځواب ورکړئ