امنیتي ځواکونو او د سیمې اوسېدونکیو په فاریاب کې طالبان پسې واخیستل

سلام ټایمز

فاریاب -- طلوع نیوز د پنجشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۱۵مه/ راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کې د ولسي پاڅون د ځواکونو په ملاتړ د طالبانو یو برید بېرته په شا وتمباوه.

د ولایت امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري وویل، طالب اورپکو د سې شنبې د ورځې /د فبرورۍ ۱۳ مې/ په وروستیو کې په قیصار ولسوالۍ کې د تلاشۍ د یوې پوستې کنټرول ترلاسه کړ.

هغه وویل، پولیسو او د ولسي پاڅون ځواکونو پرې واپسي برید وکړ، د تلاشۍ د پوستې کنټرول یې بېرته ترلاسه کړ او ګڼ شمېر نورې پوستې، چې له خطر سره مخامخ وې، یې خوندي کړې.

قیصاري وویل، په دې جګړه کې خواوشا ۱۰۰۰ تنو اورپکو برخه لرله.

هغه وویل، «د نښتو په ترڅ کې ۴ تنه پولیس، ۳ تنه د ولسي پاڅون غړي او ۲۳ تنه طالب یاغیان ووژل شول،»

هغه زیاته کړه، امنیتي ځواکونو همدارنګه د عملیاتو په ترڅ کې د اورپکو وسلې هم ونیولې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500