په کابل کې د څرخکې د لوېدلو په ترڅ کې ۵ بهرنیان ټپیان شول

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۴مه/ راپور ورکړ، چې د یکشنبې په ورځ /د کب ۱۳مه/ په کابل کې د څرخکې د لوېدلو په پېښه کې ۵ تنه بهرنیان ټپیان شول.‌

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، چې څرخکه د مارشال فهیم نظامي اکاډمۍ څخه د پورته کېدلو په ترڅ کې ولوېدله.

هغه وویل، د پنځو واړو ټپیانو حالت ښه دی.‌

د راپورونو له مخې،‌ دغه الوتکه د یوه خصوصي تعمیراتي شرکت ده چې په یاده اکاډمۍ کې کار کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500