جیګپوړی امریکایي جنرال له افغانستان څخه لیدنه کوي چې د متحده ایالاتو نوې ستراتیژي وارزوي

سلام ټایمز

بګرام -- پنتاګون په یوه اعلامیه کې وویل، چې د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستېز جنرال جو ډنفورډ د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۸ مه/ د دې لپاره افغانستان ته راغی چې د متحده ایالاتو د پوځي کمپاین پلان وارزوي او له جیګپوړو افغان چارواکو سره وګوري.

د دوشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، د مهالوېش په اساس به ډنفورډ او نور چارواکي د افغانستان بېلابېلو برخو ته سفرونه وکړي او په دې هکله به معلومات ترلاسه کړي چې د جګړې هڅې څنګه پرمخ روانې دي او افغان اردو څنګه پرمختګ کوي.

ډنفورډ خبریالانو ته وویل، «زه غواړم چې له هغو حقیقي سلاکارانو سره خبرې وکړم چې په میدان له افغانانو سره هره ورځ کار کوي او په دې هکله نتایج ترلاسه کړم چې مونږ چېرې یو،»

ډنفورډ وویل، «د مشورتي هڅو له لارې اوس،‌ زه غواړم چې د کمپاین د پلان لپاره او د دې لپاره یو ښه احساس ترلاسه کړم چې هغوی څه تمه لري چې په راتلونکو څو میاشتو کې یې ترسره کړي،»

د اعلامیې په اساس، سرلښګر د ګډو ځواکونو له جیګپوړو چارواکو سره، چې د استخباراتو، ستراتیژۍ او لوجیستیک په برخو کې تخصص لري، سفر کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500